مجاهد: د ایران-پاکستان پر ګډه پوله د افغان کډوالو د وژل کېدو په اړه پلټنې روانې دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۳ل)

‏د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوې خبرپاڼه کې د ځينو وژل او ټپي شویو افغانانو په هکله لیکلي «نن چې، په رسنيو کې د ايران او پاکستان پر ګډه پوله د يو شمېر افغانانو د شهادت او زخمي کېدو په اړه ځينې ګنګوسې خپرېږي، په دې اړه د افغانستان اسلامي امارت بېلابېل ارګانونه او ډیپلوماټیکې استازولۍ پلټنې او تحقيقات کوي.»

ښاغلي مجاهد همدارنګه ویلي «دا چې، د پېښې سیمه له هېواده بهر ښودل کېږي، تر اوسه معلومات کره شوي نه‌دي، د موضوع تر روښانتيا وروسته به په دې برخه کې لازم تصميم ونيول شي.»

مربوطه مطالب

Back to top button