کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۳ل)
د بشري حقونو یوه ایراني سازمان راپور ورکړی چې ایراني پوله ساتو ځواکونو پر هغو افغان کډوالو چې غوښتل یې دغه هېواد ته واوړي ډزې کړي چې له امله یې ۲۶۰ کسان وژل شوي دي.
د “حال وش” په نامه د دغه سازمان د راپور له مخې چې د دوو افغانانو له قوله یې ورکړی چې د خپلو هېوادوالو د وژل کېدو پېښه یې په کلګان سرحدي سیمه کې پخپلو سترګو لیدلې ده.
د یادونې وړ ده، چې د ایراني پوله ساتو ځواکونو دغه عمل په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.