غزه کې یو لوړ پوړی صهیونیستي قوماندان وژل شوی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ تله، ۱۴۰۳ل)

صهیونیستي پوځیانو اعلان کړی، چې د غزې تړانګې په شمال کې د نښتو په ترڅ کې د “۴۰۱” زغره والې لوا قوماندان ډګروال “احسان دقسا” وژل شوی دی.

اسرائیلي اشغالګر، چې د فلسطیني ولس پر وړاندې خپلو ترهګریزو بریدونو ته دوام ورکوي، په غزه کې د لوی ګوزار سره مخامخ شوي.

په بیان کې راغلي دي په جیبالیه کې د عملیاتو پر مهال د دقسا ټانګ او یو بل ټانګ باندې د چاودیدونکو توکو سره برید وشو. ویل کیږي دقسا د برید پر مهال له ټانک څخه بهر وو. د معلوماتو له مخي په دغه چاودنه کې ۲ تنه نور افسران سخت ټپیان شوي دي.

د حماس اسلامي غورځنګ د وسله والې څانګې عزالدین القسام لوا لخوا په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسرائیلي مرکاوا ټانک د یاسین ۱۰۵ توغندي او د نمر زغره وال ټانکر د تندم توغندي په وسیله په نښه شوی دی.

ویل شوي چې په دې بریدونو کې اسرائیلو سرتیرو ته د پام وړ مرګ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button