کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ تله، ۱۴۰۳ل)
له غزې او جنوبي لبنان څخه ورکړل شوي راپورونه وایي، چې حزب الله او حماس ځواکونو سره خونړیو نښتو کې ۱۲۳ صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لبنان د اسلامي مقاومتي غورځنګ حزب الله اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې ادعا کړې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د جنوبي لبنان بېلا بېلو سیمو کې په ترهګرو صهیونیستي پوځیانو ۵۷ مخامخ او بمي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۳۳ صهیونیستي پوځیانو ژوند بایللی او لسګونه نور سخت ټپیان شوي دي.
په ورته مهال له غزې تړانګې راپورونه وایي، چې حماس ځواکونو سره په نښتو او بمي بریدونو کې د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۶ اشغالګر پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
له بل پلوه د اسرائیلو پوځ غزه کې د خپل لوړ پوړي قوماندان د وژل کېدو پخلی کړی او په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې یې ویلي، چې لبنان کې یې هم ځواکونو ته مرګ ژوبله او ښتې ده.


















