کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ لړم، ۱۴۰۳ل)
د يمني ځواکونو له لوري خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې د فلسطيني او لبناني ملتونو سره د مرستې او صهيوني اشغالګرو د جنګي جرمونو په غبرګون کې د هغوی يوه پوځي اډه پر بالستيک توغنديو ويشتلې.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بريد د فلسطين ۲ پر نامه بالستيک توغندي په واسطه د اشغال شوي فلسطين يافا سيمه کې د صهيونيستي اشغالګرو پر يوې پوځي اډه شوی دی.
د خبرپاڼې په پای کې يو ځل بيا ټينګار شوی، چې ځواکونه به يې غزه او لبنان کې د صهيونيستي رژيم د جرمونو تر بشپړې خاتمې پورې خپلو بريدونو ته په پوره ځواک سره دوام ورکوي.

















