چهارشنبه, اپریل 29, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

بريکس او افغانستان

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 23, 2024
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
24
ځلې شریک شوی
298
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(د غړيتوب شرطونه او ګټې یې)

محمد سليم سليمان

دا هم ولولئ

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

څو ورځې دمخه د افغانستان اسلامي امارت د وياند مرستيال حمدالله فطرت وويل چې دوی د بريکس سازمان ته په رسمي ډول ليک استولی او په دې غونډه کې یې د رياست الوزار د اقتصادي مرستيال محترم (ملا برادر) په مشري د يوه پلاوي د ګډون غوښتنه کړې ده.

که څه هم افغانستان په مستقیم ډول د بریکس سازمان غړی هېواد نه دی، خو د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان جغرافياوي او ستراتيژيک موقعيت ته په کتلو په دې ښه پوهېږي چې په دې سازمان کې د افغانستان غړيتوب د نړيوالې همکارۍ او اقتصادي پرمختګ په برخه کې د هېواد په ګټه تمامیدلی شي.

دلته به په دې ليکنه لومړی په بريکس سازمان ځغلنده رڼا اچوو او بيا په دې سازمان کې د ګډون شرطونه وڅېړو او بيا به یې د غړيتوب ګټې او همدارنګه ترې راولاړېدونکې اندېښنې په ګوته کړو:

بريکس (BRICS) يو نړيوال اقتصادي سازمان دی. د نړۍ د پینځو مهمو هېوادونو: برازیل، روسيې، هند، چین، او سويلي افریقا لخوا یې بنسټ ايښودل شوی دی ؛ چې د نړيوالې همکارۍ، اقتصادي پرمختګ، او سياسي استحکام د پیاوړتیا په موخه رامنځته شوی دی.

په روان کال کې د ايران، مصر، ايتوپيا، متحده عربي اماراتو او سعودي په ګډون سره له بنسټ اېښودونکو غړو هېوادونو : چين، روسيې، برازيل ، سويلي افريقا او هند سره يوځآی د نړۍ نيمايي نفوس، او يو پرڅلورمه برخه د نړۍ (جي ډي پي) لرونکی سازمان دی.

له هغه وراخوا د بريکس سازمان غړي هېوادونه يو پرڅلور برخه د نړۍ صادرات لري او د نړۍ يوه مهمه اقتصادي ستنه ګڼل کېږي.

د بريکس ۲۰۲۴ کنفرانس چې د روسيې په کازان کې نن پيل شو د بريکس د غړو هېوادونو په منځ کې د همکارۍ او پرمختګ د نويو فرصتونو په اړه بحثونه کېږي.

دا کنفرانس چې د اکتوبر تر ۲۴ مې به دوام وکړي ناسته ددې سازمان د مشرانو ۱۶ مه ناسته ده. په کنفرانس کې به د بريکس اصلي غړي هېوادونه له نورو رابلل شويو مېلمنو پرته د نړۍ او سيمې په مهمو او موضوعاتو عليحده بحث وکړي، او همدارنګه به د منطقوي همکاري او مالي همکاري په برخه کې بحث او د پراختيا او پرمختيا په موخه حللارې ولټوي.

د اکتوبر په ۲۴ م نېټه به د ګډون کوونکي هېوادونو استازي د (بريکس او نړيوال سويل) ترعنوان لاندې چې يوازې د منځني ختيځ مسايلو ته ځانګړی شوی دی ، ددې منطقې د اوضاع د بهبود په برخه کې نظرونه ورکړي.

په دې ناسته کې د ترکيې، اذربايجان، هېوادونو او همدارنګه د فلسطين، لاووس، موريتانيا، بوليويا او د وينتام مشران هم د مېلمنو په ډول شرکت کوي

وروستۍ کلنۍ اعلاميه به یې د (کازان اعلاميې ) تر عنوان لاندې تصويب شي دا چې اوسنی مشري یې په دوره یي ډول د روسيې پرغاړه ده ، ددې هېواد لپاره يو غټه لاس ته راوړنه ګڼل کېږی ، چې د لويديځ او امریکا لخوا د بنديزونو په دې سختو شرايطو او له اوکراين سره د شخړې په روانه مرحله کې دومره ستر نړيوال ناستې مشري کوي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوتريش په ورتګ سره به يې نړيوال پرستېژ لاپسې دروند شي.

د بريکس په روانه غونډه کې کې پر پورته يادو شويو هېوادونو سربېره د (پخواني شوروي اتحاد جمهوريتونو) مشران هم ګډون لري .

ددې سازمان مشران په پرلپسې توګه وايي چې ددې بلاک هدف د نورو پرخلاف سياسي او نظامي بلاک نه دی، بلکې د عادلانه اقتصادي رشد پاليسي پر بنا او د غړو هېوادونه خلکو ته د ټولنيزې رفا رامنځته کول دي.

همدارنګه د دوی د خبرو او بحث يو بل مهم ټکی به د کازان په غونډه کې د سويفټ (د پيسو د معاملو) دشبکې پروړاندې د بلې شبکې چې غړي هېوادونه یې وکړی شي په واسطه يې اسانه راکړه ورکړه وکړي متمرکزه وي، ځکه دوی وايي چې امريکا د ډالرو په استعمال کې دوی له ستونزو سره مخ کړي دی او دوی به د يوه مشترک بانک په جوړولو هم کومې پايلې ته ورسېږي.

د ډېرو او متعددو دلايلو له مخې په بريکس کې غړيتوب د افغانستان لپاره ګټې لري او په عين حال کې له مشکلاتو هم خالي نه دی.

لومړی: دا چې بريکس يو نړيوال اقتصادي سازمان دی چې د افغانستان په ډول يو غريب هېواد چې په وارداتو متکي دی يو بهترين چانس دی چې خپل مړژواندی اقتصاد ددې سازمان په غړيتوب کې وساتي.

دويم دا چې بريکس د لويديځ اقتصادي چوکاټ برخلاف ختيزوال چوکاټ دی او دا چې تېر شل کلونو لويديځ اقتصادي چوکاټ او غرب محوره اقتصادي نهادونو او کړنلارو دلته نتيجه ورنکړه او تر ډېره ناکامه وې، بريکس د شرايطو لاندې ممکن د افغانستان لپاره فايده من ثابت شي.

درېيم: د افغانستان ستراتيزيک او جيوايکونوميک موقعيت د بريکس د هېوادونو لپاره يو ښه دهليز ثابت کېدلی شي او دا چې د بريکس غړي هېوادونه یې شاوخوا پراته دي د سوداګريز حمل ونقل ښه جغرافيا ګڼل کېدای شي.

څلورم: همدارنګه چين او روسيه چې له اوسني واکدارنو سره اړيکې لري هم غواړي چې نور دا هېواد په لويديځ متکي نه وي نو کېدای شي د غړيتوب چارې ورته اسانه کړي او حمايت یې وکړي.

خو ددې لپاره ځينې شرطونه هم شته:

لومړی دا چې د افغانستان اسلامي امارت د نړيوالې ټولنې لخوا په رسميت وپېژندل شي، بې له نړيوالې رسمیت پېژندنې بريکس کې د افغانستان ګډون ناشونی دی او دا شرط د ټولو نړيوالو اړيکو او لنډه دا چې د هرڅه لپاره لومړی شرط دی.

دويم: افغانستان له اوسنی اقتصادي بحران څخه وتل او پايداره اقتصادي رشد ته رسېدل دي، په اوسني حالت کې چې د اقتصادي حالت کې د پاموړ پرمختګ شوی دی خو لا هم پکار دی چې پرلپسې هڅې وشي تر څو د بريکس هېوادونه افغانستان د غړي په توګه ومني. خو که سترې پروژې، د کانونو د استخراج، ترانزيت، د اينرژي د انتقال او نورو برخو کې پلي کړای شي بيا ژر کېدای شي.

درېيم: سياسي او امنيتي ثبات دی چې د بريکس غړي هېوادونو لپاره مهم دی ځکه له سياسي ثبات، او امنيت پرته اقتصاد وده نشي کولای دا چې اوس سياسي ثبات ستونزه حل ده همدارنګه د داسې قوانينو تدوین چې پکې اقتصادي رشد او سوداګرو ته اسانتياووې نغښتې وي د يو بل مخکې شرط په توګه لازمي دی او دا شرط هم تر ډېره حل دی.

خو له دې سره سره به د لويديځ او امريکا مخالفت هم ملګری وي، امريکا او لويديځ دومره په اسانه نه غواړي چې افغانستان دې د چين او روسيې پر محور راڅرخېدونکي داسې سازمان ته ورګډ شي چې د افغانستان په ګاونډ کې یې هېوادونه غړيتوب لري، امريکا به تد ډېره کېدای شي سياسي ، او د مرستو بندولو فشار او یا په نړيواله سطحه به پر افغانستان د دريم ګړو هېوادونو لخوا فشار وارد کړي او کوشش به وکوي چې دا هېواد چې شل کلونه یې د مرستې او بيارغونې او سياسي او اقتصادي ثبات په نامه دلته حضور درلود په اسانه ورپرېنږدي.

لوی ټکي: بریکس، افغانستان، محمد، سلیم سلیمان،
مخکینې مطلب

يمني ځواکونو د صهيونيستي اشغالګرو پوځي اډه پر بالستيک توغنديو ويشتلې

بل مطلب

لبنان کې یو لوړ پوړی صهیونیستي قوماندان وژل شوی

ځانګړي مطالب

خبرونه

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
خبرونه

امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026

وروستي

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ټرمپ له ایران سره د اوږدمهاله محاصرې لپاره د چمتووالي لارښوونه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي او کابلوف د افغانستان او روسیې پر سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کورنيو چارو وزير په کابل کې د ایران له سفیر سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com