د قطر لخوا د حماس دفتر د تړل کېدو خبرونه درواغ دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۰ لړم، ۱۴۰۳ل)

د حماس یوه لوړپوړي غړي هغه رپوټونه رد کړي، چې قطر د یاد غورځنګ د سیاسي دفتر د غړو څخه غوښتنه کړې چې په لسو ورځو کې خپل دفتر وتړي او له یاد هېواد څخه ووځي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي و، چې ګواکې قطر د حماس او صهیونیستي ريژیم ترمنځ د سولې د خبرو له منځګړیتوب څخه لاس اخیستی او د حماس غورځنګ له غړو یې غوښتنه کړې، چې دغه هېواد پرېږدي.

په ورته مهال د قطر د ملي امنیت شورا ویاند هم یاد راپورونه دراوغ بللي او یوځل بیا یې د حماس او صهیونیستي ريژیم ترمنځ د اوربند رامنځته کېدو په اړتیا ټینګار کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د یادو راپورونو تر خپرېدو وروسته ترکیې او عراق له حماس غورځنګ غوښتنه کړې وه، چې خپل دفتر یادو هېوادونو ته ولېږدوي.

مربوطه مطالب

Back to top button