په خواله رسنیو کې د ټرمپ له بریا وروسته ډېری سیاسي ډیپلوماتانو او کارپوهانو د افغانستان په اړه بېلا بېل نظرونه ورکړي او ټرمپ يې غوښتنه کړې، چې د دوحې پر هوکړه لیک له سره کتنه وکړي، ځینې بیا د بگرام اډه يادوي، چې ټرمپ په خپل ټاکنيز کمپياين کې د بګرام اډه مهمه بللې وه، نو د دې امکان شته چې اوسنی منتخب ولسمشر به بګرام اډه له معاملې وروسته بېرته تر لاسه کړي، ځينو افغان سياسيونو چې د کابل له سقوط وروسته امريکا او يا نورو ملکونو ته وتښتېدل، له ټرمپ څخه يې جدي غوښتنه کړې، چې پر اسلامي امارت دې فشارونه او بندیزونه لا زیات شي،تر څو دوی مطلوبې پایلې ته ورسېږي، خو د امریکا بهرنۍ ستراتېژۍ د ولسمشر له خوا نه، بلکې د بهرنیو چارو د وزارت، پنټاګون او سي آی اې له خوا په اوږدمهاله توګه جوړېږي، چې له ۶۰ تر ۱۰۰ کلونو پورې به دا ستراتېژي د رییس جمهورانو په تلو او راتلو نه بدلېږي.
ځکه له يوې خوا امريکا د بشري حقونو د نقض او د ټولګډونه حکومت په نه جوړېدو سره د اسلامي امارت پاليسي تر پوښتنې لاندې راوستلې او سرپرست حکومت يې له درېيو کلونو راهيسې په رسميت ونه پېژانده، له بلې خوا له اسلامي امارت سره د افغانستان راتلونکي په اړه خبرې کول غواړي، بشري مرستې ورسره کوي، اقتصادي پرمختګونه يې تائيدوي او د داعش د له منځه وړلو له امله يې د اسلامي امارت مبارزه ستايلې او خپله يې پر دې اعتراف کړی، چې طالبان د افغانستان په ټوله خاوره حاکميت لري، امنيت يې ټينګ کړی او د قدرت د عملي کولو مرکزيت په کې موجود دی، له همدې امله امريکا غواړي،چې افغان خاوره په مطلق ډول له لاسه ورنه کړي، معنی داچې امریکا په افغانستان کې که څه هم پوځي شتون نه لري،خو د امريکا استخباراتي ادارې سرپرست حکومت تر څار لاندې نيولی او د لومړۍ موخې د ترلاسه کولو په موخه يې د اسلامي امارت پر مشرانو بنديزونه ولګول، د افغانستان د مرکزي بانک شتمني يې کنګل کړه او د دويمې موخې د ترلاسه کولو په موخه یې نړيوالې مرستندويه ادارې په افغانستان کې خلاصې پرېښودې، د ملګرو ملتونو له لارې يې هره اوونۍ څلوېښت ميليوني ډالرو بستې په لېږلو سره د افغانۍ په ثبات کې مرسته وکړه، د دوحې کنفرانسونه یې داير کړل او د بشري مرستو په برخه کې یې له کانګرس څخه ځانګړې بوديجه افغانستان ته تصويب کړه.
له اسلامي امارت څخه د ټرمپ غوښتنې که څه هم تر اوسه معلومې نه دي، خو افغانستان په تېرو درېیو کلونو کې د امریکا په بهرني سیاست کې د اصلي محور په توګه نه یادېده، داسې تمه نه کېږي،چې د امريکا نوی حکومت به د افغانستان په هکله لنډ مهال کې خورا جدي یا برخلیک ټاکونکې پرېکړې وکړي، ځکه د ټرمپ په ټاکنيز کمپاين کې هم د افغانستان په هکله د کومې څرګندې طرحې یادونه نه ده شوې، دغه راز د هغه کمپاینرانو هم داسې څه نه دي ویلي، چې د افغانستان او اسلامي امارت په هکله به د ټرمپ د حکومت سیاست څه ډول وي.
له پورتنيو مواردو داسې ښکاري،چې امريکا له اسلامي امارت سره د اړيکو د رامنځته کولو په دوه لارې کې ده، يعنې نه ورسره په مطلق ډول اړيکې پرې کولای شي او نه يې هم په رسميت پېژندلی شي، نو له همدې امله امريکا درېيمه لاره خپله کړې،هغه دا چې له اسلامي امارت سره ښکېله پاتې شي، ښکېلتيا په دې معنی چې امريکا له اسلامي امارت سره په بېلا بېلو برخو کې په خبرو بوخته ده، له يوې خوا افغانانو ته بشري مرستې را لېږي او تل د افغانستان د راتلونکې خبره مطرح کوي، خو بله خوا يې په تېرو درېيو کلونو کې سرپرست حکومت په رسميت ونه پېژانده او نه يې هم په مطلق ډول ورسره اړيکې پرې کړې.
وروسته تر دې چې د ۲۰۲۱ م کال د اګست په اخره کې امریکایي ځواکونه له افغانستانه پښې سپکې کړې، د افغانستان موضوع د واشنګټن د بهرنۍ تګلارې لپاره بیا هغومره اهمیت نه دی پیدا کړی، لکه مخکې چې و، خو په دې موده کې امريکا يوازې له افغانستان سره په بشري برخه کې تر بل هر هېواد ډېره مرسته وکړه او بس.
اوس پوښتنه داده، چې په داسې حالاتو کې به د افغانستان په اړه د امريکا دوه مخې تګلاره تر کومه دوام پيدا کړي، امريکا بايد د بهرني متوازن سياست په رڼا کې واقعبينانه ګامونه پورته کړي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ په اړيکو کې ملموس پرمختګ رامنځته شي، ځکه د امريکا دوه مخی او بې ثباته سياست نور په افغانستان کې پايله نه ورکوي، نو په کار داده،چې واشنګټن د کابل پر وړاندې په خپل اوسني دوه ګوني چلن کې بدلون راولي، تر څو د افغانستان اقتصادي وده لا پياوړې او د دوی له لاسه کنډواله شوې لارې، کوڅې او کلي بېرته آباد او په اساسي توګه ورغول شي، له يوې خوا به مو هېواد رغېدلی وي، له بلې خوا بې وزلو او بېکارو ځوانانو کاري زمينې هم برابرې شي.