جنوبي لبنان کې ۵ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ لړم، ۱۴۰۳ل)

د الجزیرې نړیوالې تلویزیوني شبکې د خبر له مخې جنوبي لبنان کې د یو لوړ پوړي اسرائیلي قوماندان په ګډون ۵ تنه صهیونیستي پوځیان وژل شوي دي.

د اسرائیلو ۱۲ خبري شبکې هم د پوځي چارواکو په حواله جنوبي لبنان کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د روان کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې له هغه ورځې، چې صهیونیستي اشغالګرو په جنوبي لبنان بریدونه پیل کړي تر اوسه سلګونو اسرائیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button