کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۰ لړم، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ سیاسي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د اقصی ننګه او ملاتړ د ټولو مسلمانانو دیني او سياسي وجيبه ده.
حماس غورځنګ په خپله اعلامیه کې دغه راز له عربي او نورو اسلامي هېوادونو څخه غوښتي، ترڅو سبا دوشنبه د سعودي عربستان په ریاض کې د بیت المقدس په ملاتړ جوړېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.
اعلامیه کې راغلي: د اقصی ننګه د ټولو مسلمانانو دیني او سیاسي وجیبه ده، باید یاده غونډه کې په نړیوالو اقتصادي او سیاسي فشار راوړي ترڅو صهیونیستي اشغالګر فلسطنیانو باندې روان ظلم، زیاتی او دیني مقدساتو له اشغال څخه لاس واخلي.