کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۰ لړم، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د غزې شمال کې حماس ځواکونو سره نښتو کې ۱۵ صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو ادعا کړې، چې شمالي غزه کې یې صهیونیستي اشغالګرو سره په مخامخ نښتو کې ۳ اشغالګر پوځیان وژلي او ۱۲ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
په ورته مهال د لبنان حزب الله مقاومتي غورځنګ ادعا کړې، چې په جنوبي لبنان کې یې د صهیونیستي پوځ پر یو ټانګ چاودنه کړې، چې په پایله کې یې ټانګ په بشپړه توګه له منځه تللي ۷ تنه اشغالګر پوځیان پکې وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي ريژیم تر دې دمه د یادو پېښو په هکله څه نه دي ویلي.