لبنان کې د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۶ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ لړم، ۱۴۰۳ل)
له لبنان ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د حزب الله اسلامي مقاومتي غورځنګ ځواکونو سره په نښتو کې د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۶ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د حزب الله اسلامي غورځنګ اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې د یاد غورځنګ د پوځي سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې صهیونیستي پوځیان یې د لبنان او اشغالي فلسطین پر پوله د یو کمین په ترڅ کې وژلي دي.
له دې سره هممهاله اسرائیلي رسنیو هم خبر ورکړی، چې لبنان کې یې ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو د کره شمېرو په هکله یې څه نه دي ویلي.



