کابل ټکی کام (شنبه، ۳ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د لبنان له جنوب ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د حزب الله اسلامي مقاومتي غورځنګ ځواکونو سره په نښتو او چاودنو کې د “جولاني” لېوا د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۵ صهیونیستي ترهګر پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
اسرائیلي پوځ ته نږدې ۱۲ خبري شبکې د پوځي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د یادو پوځیانو په وژل کېدو سره جنوبي لبنان کې د تېرې یوې نیمې میاشتې پر مهال د وژل شویو اسرائیلي پوځیانو شمېر ۱۶۰ تنو ته رسیدلی، چې ۴۰ پکې د جولاني لېوا اړوند پوځیان دي.
په ورته مهال د غزې په شمال کې حماس ځواکونو سره نښتو کې ۳ اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي.


















