د حزب الله سره نښتو کې ۱۴ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې جنوبي لبنان کې حزب الله ځواکونو سره نښتو کې ۱۴ تنه صهیونیستي پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

اسرائیلي پوځ ته نږدې ۱۲ خبري شبکې د پوځي چارواکو په حواله د برید او مرګ ژوبلې پخلی کړی؛ خو د کره شمېرو له په ډاګه کولو یې ډډه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د تېرې اکتوبر میاشتې له لومړۍ نېټې چې اسرائیلي ترهګرو په جنوبي لبنان کې پوځي عملیات پیل کړي تر دې دمه سلګونه صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button