کابل ټکی کام (جمعه، ۹ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د پاکستان پارلمان کې د خلکو د ګوند استازې او د ولسمشر اصف علي زرداري لور مېرمن اصفه بوټو ویلي، نړۍواله ټولنه باید پر اسلامي امارت د امر کولو پر ځای د لاره غوره کړي.
اصفه بوټو زرداري د العربیه نړیوال تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې دغه راز ویلي، پاکستان د افغانستان د ګاونډي په توګه د ښځو او نجونو مسایلو د حل لپاره کولای شي اسلامي امارت وهڅوي.
آغلې بوټو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر یو مثبت ګام بللی او په خبره یې دا مهال افغانستان امن دی او نړۍ والې ټولنې ته پکار دي، چې د افغانستان عرضي تمامیت ته درناوی وکړي او له اوسنیو واکمنو سره د تعامل لاره غوره کړي او د شته ستونزو حل فشار نه بلکې خبرې اترې دي.