کابل ټکی کام (جمعه، ۹ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د غزې په شمال کې حماس ځواکونو سره نښتو کې ۳ تنه اشغالګر صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د حماس اسلامي غورځنګ د پوڅانګې “القسام” لېوا سرچینو د مقاومت اړوند الأقصی تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې ځواکونو یې د اشغالګر پوځ لس ۱ ټانک ویجاړ کړي، چې په پایله کې یې ۳۰ تنه ترهګر پوځیان وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې اسرائیلي پوځ هم د غزې په شمال کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کړی؛ خو د کره شمېرو په هکله یې څه نه دي ویلي.