کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” تېره شپه ناوخته پلازمېنه “صنعا” کې یوې خبري ناستې ته د وینا پر مهال ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په سره سمندرګي کې د امریکایي اشغالګرو د یوې پوځي بېړۍ په ګډون ۳ امریکایي بېړۍ د بالستیک توغندیو په وسیله په نښه او په بشپړه توګه له منځه وړې دي.
یحیی سریع زیاته کړې، چې د امریکا درې بېړۍ، چې نومونه یې په لاندې ډول دي په نښه کړي دي لومړۍ Stena impeccable دویمه یې Liberty Graca او دریمه یې Maersk Saratoga په نامه ده.
د یادونې وړ ده، چې د یمني ځواکونو ویاند یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې ترڅو په غزه کې د صهیونیستي ځواکونو وحشتونه روان وي دوی به یې هم پر وړاندې خپلو ځپونکو عملیاتو ته دوام ورکوي.


















