کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې اسرائیلي اشغالګرو یوځل بیا په جنوبي لبنان هوایي بریدونه کړي او د حزب الله د اسلامي مقاومتي غورځنګ یو پوځي مرکز او د ولسي وګړیو څو کورونه یې په نښه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د حزب الله غورځنګ او صهیونیستي ريژیم ترمنځ پر یو درې میاشتینې اوربند هوکړه شوې وه.
د اسرائیلي ترهګر پوځ ویاند ویلي د حزب الله له سنګرونو یې پر پوځیانو تر ډزو وروسته یاد بریدونه کړي؛ خو د حزب الله غورځنګ اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې ویلي، چې لومړی اسرائیلو هوایي بریدونه کړي او په ځواب کې حزب الله ځواکونو هم غبرګون ښودلی، چې په پایله کې یې یو شمېر صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادونې وړ ده، چې تر اوربند وروسته دا څلورم ځل ده، چې اسرائیلي اشغالګر جنوبي لبنان کې د حزب الله غورځنګ اهداف په نښه کوي.


















