غزه کې لسګونو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې د غزې په شمال کې د حماس ځواکونو په برید کې د یو لوړ پوړي اسرائیلي افسر په ګډون ۴ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د حماس اسلامي مقاومتي غورځنک یوې سرچینې د مقاومت اړوند “المیادین” خبري آژانس سره خبرو کې ادعا کړې، چې ځواکونو یې د غزې شمال کې صهیونیستي پوځیانو سره مخامخ نښته کړې او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

د ویلو ده، چې اسرائیلي ترهګر ريژیم تر دې دمه د حماس غورځنګ د ادعاوو په هکله څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

Back to top button