غزه کې یو لوړ پوړی صهیونیستي قوماندان وژل شوی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)

له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یادې تړانګې په شمال کې حماس ځواکونو سره نښته کې د صهیونیستي ترهګر پوځ یو لوړ پوړی قوماندان وژل شوی او څو تنه نور پوځیان ټپیان شوي دي.

د حماس د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو د مقاومت اړوند “المیادین” خبري آژانس سره په خبرو کې ادعا کړې، چې یاد قوماندان یې د یو نښان ویشتونکي لخوا په نښه او وژل شوی دی.

د اسرائیلو ۱۲ نیمه دولتي خبري آژانس هم د یاد قوماندان د وژل کېدو پخلی کړی؛ خو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button