د یمن وسله وال پوځ د اشغالي فلسطین په “یافا” ښار بریدونه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)

یمني ځواکونو خبر ورکړی، چې دوی یوځل بیا نن سهار وختي د اسرائیلو پلازمینې تل ابیب ته نږدې په یافا ښار کې مهم پوځي اهداف په نښه کړي دي.

د یمني ځواکونو ویاند جنرال “یحیی سریع” په خپور کړي ویډیويي پیغام کې ویلي چې د یافا په ښار کې یې یو “مهم هدف” د بې پیلوټه الوتکو لخوا په نښه کړی دی.

سریع ویلي برید مخکې له مخې چې د اسرائیلو لخوا مخنیوی وشي خپل هدف ته ورسید. هغه وویل چې پر اسرائیلو به ددوې عمليات تر هغه دوام وکړي تر کومه چې اسرائیلو پر غزې او لبنان باندې بریدونه نه وي بند کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button