کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د اسرائيلو دفاع وزارت مسئولين وايي چې غزه کې د روانې جګړې له پيل تر دې مهاله لږترلږه ۱۳۵۰۰ اسرائيلي پوځيان ټپيان شوي دي.د دفاع وزارت د بيارغونې ادارې د معلوماتو له مخې، د ياد شمېر سرتېرو او افسرانو له ډلې، ۱۵۰۰ يې، دوه ځلې په جګړه کې ټپيان شوي دي.د يادو ټپيانو له ډلې يې، ۸۷ سرتېري په سر ټپيان شوي چې لس يې ويلچر کې دي.د يادې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د ټپي شويو سرتېرو او افسرانو له ډلې، ۳۷سلنه يې، د بدن د ټپي له امله ځورېږي، چې ډېری يې، د بدن د هډوکو ټپ دي.۵۲۰۰ سرتيري بيا له رواني ستونزو ځورېږي او ۳۳۵۰ سرتېري، ژورخپګان، وېره او نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.۱۳۰۰ نور اسرائيلي سرتېري بيا له مرګونو پېښو وروسته سترس او اختلالاتو سره مخ دي.پر غزې د اسرائيلو بريد راهيسې تر دې مهاله سلګونه اسراييلي ځواکونو هم وژل شوي دي.


















