اسرائیلي پوځ: غزه کې یې ۳ سرتېري وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
اسرائیلي پوځ خبر ورکړی، چې د غزې شمال کې یې د حماس ځواکونو لخوا یو ټانک هدف ګرځول شوی، چې په پایله کې یې ۳ پوځيان وژل شوي او ځینې نور ټپیان شوي دي.
په ورته مهال حماس غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې برید کې یې دوه ټانکونه په نښه کړي او په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.



