کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د اسرائیلو پېژندل شوې ورځپاڼې “اسرائیل ټایمز” په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې د بشارالاسد ريژیم تر نسکورېدو وروسته په پلازمېنه “دمشق” او د تحریرالشام د واکمنې ډلې تر واک لاندې ۴ نورو ښارونو باندې په تېره یوه اوونۍ کې اسرائیلو ۱۵۰۰ هوایي بریدونه کړي دي.
یاده ورځپاڼه چې تر ډېره دولتي ګڼل کېږي په خپل راپور کې ویلي، چې یادو بریدونو کې د سوریې پوځي وړتیاوې په بشپړه توګه له منځه تللي دي.
په ورته مهال د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتي سازمان هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د اسرائیلو په بریدونو کې هوایي ډګرونه، رادار سیستمونه، له پرځیدلي ريژیم پاتې درنې وسلې، د بالستیک توغندیو کارخونې، لسګونه جېټ الوتکې او چورلکې په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.
د یاد سازمان په خبره اسرائیلو یوازې تېره شپه د سوریې په “طرطوس” ښار ۳۰۰ هوایي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې مهم پوځي تأسیسات په نښه شوي دي.
د تحریرالشام د واکمنې ډلې مشر “ابو محمد الجولاني” د اسرائیلو بریدونه غندلي او په نړیواله ټولنه یې غږ کړی، چې د اسرائیلو د بریدونو مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي. جولاني دغه راز ویلي، چې سوریه د بلې جګړې توان نلري او د اسرائیلو په ګډون هېڅ هېواد سره تقابل نه غواړي.
د یادونې وړ ده، چې له هوایي بریدونو سره هممهاله د اسرائیلو ځمکني ځواکونه هم سوریې ته ننوتلي او د جولان لوړو اړوندو بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي؛ خو تر اوسه یې په دمشق وکمنو وسله والو ډلو په خلاف کوم عملي غبرګون نه دی ښودلی.
















