بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نن (چهارشنبه) له غرمې وروسته یې په کابل کې د پاکستان د سفارت چارسمبالی احضار کړ او د پکتیکا برمل ولسوالۍ په ځينو سیمو کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستان پوځي الوتکو د بمبارۍ له امله یې ورته خپل جدي اعتراضلیک وسپاره.
خبر پاڼې زیاته کړې، پاکستاني لوري ته په ډاګه و ویل شول چې د افغانستان د ملي حریم ساتنه د اسلامي امارت سره کرښه ده او دغه ډول بې مسوولیته کړنې خامخا بدې پایلې لري.



