متقي پاکستان ته: د شوروي او امریکا له برخلیک څخه عبرت واخلئ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ مرغومي، ۱۴۰۳ل)

‏د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي پکتیکا کې د پاکستاني پوځي الوتکو بمبارۍ ته په اشاره وايي، چې افغانان هېڅکله په خپله خاوره یرغل نشي زغملی او د پاکستان حاکمان دې د شوروي او امریکا له برخلیک څخه عبرت واخلي.

ښاغلی متقي زیاتوي؛ پاکستاني چارواکي که افغانستان ته په کمه سترګه
ګوري د انګلیس، پخواني شوروي اتحاد او امریکا له برخلیک څخه دې پند واخلي.

نوموړي د پاکستان له خلکو وغوښتل، ترڅو د دې هېواد حاکمانو ته اجازه ور نکړي چې په سرنوشت یې لوبې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button