کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
نن ماښام د پکتیکا د برمل په مربوطاتو کې د پاکستاني پوځ لخوا بمبار شوی.
په دغه بمبار کې عام ولسي خلک چې اکثره عام وزیرستاني مهاجرین دي په نښه شوي او د ماشومانو په ګډون یو شمیر ملکي کسان پکې شهیدان او ټپیان شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت دغه وحشیانه عمل د ټولو نړيوالو اصولو خلاف کړنه او تجاوز بولي او په کلکه یې غندي.
پاکستانی اړخ باید پوه شي چې دغه ډول خپلسری عمل د هیڅ ستونزې حل نه دی.
اسلامي امارت به دغه کرغیړن عمل بې ځوابه پرینږدې؛ بلکه د خپلې خاورې او حریم څخه دفاع خپل حق ګڼي.
د افغانستان د ملي دفاع وزات
۲۲/۶/۱۴۴۶هـ ق
۴/۱۰/۱۴۰۳هـ ش ــ 2024/12/24م