کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د يمني ځواکونو له لوري په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، چې د فلسطین د مظلوم ولس او مجاهدینو د ملاتړ، او په غزه کې د خپلو وروڼو پر ضد د ترسره شویو جنایتونو د غچ اخیستو په موخه، د یمن وسلهوالو ځواکونو په “د فتحې د ژمنې” مبارکې جګړې په پنځمه مرحله کې، د اسراییلو د تېري په ځواب کې د اشغالي فلسطین “یافا” ښار باندې یوځل بیا توغندیز بریدونه کړي دي.
په دغو عملیاتو کې د یمن د وسله والو ځواکونو د بېپیلوټه الوتکو ځواک لومړی برید د عسقلان په نیول شوې سیمه کې د دښمن پر یوه پوځي هدف ترسره شو، چې د “یافا” په نوم بېپیلوټه الوتکې په کارولو سره ترسره شو او په بریالیتوب سره یې خپل هدف په نښه کړي.
دوهم برید د یافا په نیول شوې سیمه کې د اسراییلي ځواکونو پر یوه بل پوځي هدف ترسره شو، چې دغه عملیات هم د “یافا” په نوم بېپیلوټه الوتکې په کارولو سره ترسره شول او بریالي پایلې یې لرلې.
د یمن وسلهوال ځواکونه په ډاګه کوي چې دا عملیات به تر هغو دوام وکړي، تر څو چې د اسراییلو لخوا په غزه کې تېری بند او محاصره ختمه شوې نه وي. دا عملیات د فلسطین د مقاومت د غوښتنو په ملاتړ او د یمن د مظلوم ولس او د عربي او اسلامي امت د آزادو خلکو د غوښتنو په ځواب کې ترسره کېږي.


















