کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې حماس ځواکونو په دوه جلا بریدونو کې ۵ تنه صهیونیستي ترهګر پوځیان وژلي او ګن نور یې ټپیان کړي دي.
د حماس اړوند سرچینو دیمن دولتي تلویزیون ته ویلي، چې ځواکونو یې د “جبالیا” پنډغالي اړوند سیمه کې ۵ اسرائیلي پوځیان وژلي، وسلې او مهمات یې هم ترې غنیمت کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي ريژیم په رسمي توګه تر اوسه غزه کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.


















