ميانمار د پوځ هوايي بريدونو کې ۴۰ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
ملګري ملتونه وايي ،چې د ميانمار په ختيځ راخين ايالت کې د پوځ هوايي بريدونو له امله ۴۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ کورونه ويجاړ شوي دي.ملګرروملتونو وړمه ورځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي ،چې دغه کسان د راخين ايالت اړوند د رامري ښارګوټي په «کيا نيماوو» کلي کې د پوځ هوايي بريدونو پرمهال وژل شوي.ميانمار له ۲۰۲۱م کال راهيسې هغه مهال چې پوځ د انګسانسوجي په مشري ملکي حکومت وپرځاوه، له ګڼو تاوتريخوالو سره مخ دي.په خبرپاڼه کې همداراز ويل شوي چې په وژل شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. په خبرپاڼه کې راغلي: «په راخين ايالت کې په دې وروستيو کې جګړې زور اخيستي چې بيه يې، ملکيان پرې کوي.»په ورته مهال دغه ايالت کې د جګړې او بريدونو له امله ملکيان له ګواښ سره مخ دي او د خوړو نهخونديتوب ترڅنګ، لومړني روغتيايي خدمتونه هم نهلري.يادو سيمو کې تر ډېره مسلمانان مېشت دي. ملګروملتونو تېره اوونۍ ويلي و چې د ميانمار د کورنيو جګړو له امله څه باندې درې ميليونه وګړي بېځايه شوي چې د تېرکال په پرتله ۱.۵ ميليونه کسان ډېر شوي.



