د امريکا په کاليفورنيا ايالت کې د پراخې اورلګېدنې له امله زرګونه ودانۍ سوځېدلي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
امريکايي رسنيو راپور ورکړی، چې د تېرې سهشنبه په ورځ په امريکا کې د پراخې اورلګېدنې له امله تر دې دمه د لسو کسانو مړينه تأييد شوې ده.د رويټرز په راپور کې ويل شوي ،چې په کاليفورنيا ايالت کې د دې ځنګلي اورلګېدنې له امله لس زره ودانۍ سوځېدلي او لګېدلی اور يوازې اته سلنه مهار شوی دی .په راپور کې ويل شوي چې اورلګېدنه د تېزو بادونو له امله پراخه شوې او په روانه اوونۍ کې د لا چټکو بادونو او د لګېدلي اور د پراخېدو خبرداری ورکړ شوی دی .په ورته وخت کې د کاليفورنيا ايالت چارواکو د دې اورلګېدنې د مهارولو لپاره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده . بله خوا امريکايي چارواکو له سلګونو زرو کسانو غوښتي، چې له خپلو سيمو ووځي. په ټولنيزو پاڼو د دې اورلګېدنې نندارې وحشتناکې ښکاري او د امريکايي رسنيو په سرټکو کې ورته د ((دنيا پای)) اصطلاح کارول شوې ده.د ويلو وړ ده، چې له دې وړاندې هم د امريکا په يو شمېر ايالتونو کې ورته اورلګېدنې رامنځته شوي، خو دا په تېرو لسيزو کې له ټولو پراخ او کمساری ځنګلي اور بلل شوی دی .



