امريکا کې د اورلګېدنې دوام؛ د مړو شويو شمېر ۱۶ ته لوړ شوی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
امريکايي رسنيو راپور ورکړی، چې په لاسانجلس کې د اور لګېدو له پيل څخه نږدې يوه اوونۍ وروسته، په دې موده کې لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه شوي او له ۱۲۰۰۰ څخه زياتې ودانۍ سوځېدلې دي.په کاليفورنيا کې د نه کنټروليدونکې اورلګېدنې د وروستيو جزئياتو له مخې، په لاسانجلس کې د پاليزيدس، ايټون، هرست، کنټ او ليديا سيمې سوځېدلي او د دې سيمو ځينې يې په بشپړ ډول په ايرو بدلې شوي دي.لاسانجلس ټايمز ورځپاڼې وړمه ورځ تأييدکړه، چې د ښار په شاوخوا سيمو کې د وروستيو اورلګيدنو له امله د مړو شويو شمېر ۱۶ ته لوړ شوی دی.د اورلګېدنې له امله لسګونه زره خلک له خپلو کورونو تښتېدلي او په وروستۍ پېښه کې، د لاسانجلس په مختلفو سيمو کې له ۱۰۰ زرو څخه زياتو خلکو ته د خپلو کورونو د خالي کولو امر شوی دی.امريکايي رسنيو راپور ورکړی، چې د اورلګېدنې له امله د کاليفورنيا ايالت ته احتمالي زيان د ۱۳۰ او ۱۶۰ ميلياردو ډالرو ترمنځ اټکل شوی دی.



