د غزې په شمال کې ۱۰ اسرائيلي عسکر وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۴۰۳ل)

د اسرائيلي رسنيو د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ د غزې په شمال کې ۱۰ اسرائيلي عسکر وژل شوي دي.اسرائيلي رسنۍ وايي، چې يوازې وړمه ورځ د غزې په شمال بيت‌حانون کې ۴ اسرائيلي عسکر وژل شوي او په دې سره په تېره اوونۍ کې د وژل شويو اسرائيلي عسکرو شمېر ۱۰ ته لوړ شوی دی.
د راپورونو له مخې، تېره چهارشنبه هم ۳ صهيونيستي عسکر او په تېرو دوو ورځو کې ۳ نور اسرائيلي عسکر د غزې په شمال کې وژل شوي وو.د غزې په شمال کې د اسرائيلي يرغلګرو د درې مياشتنيو عملياتو او کلابندۍ په لړ کې ۴۸ اسرائيلي عسکر وژل شوي دي.حال دا چې په غزه کې د جنګېدونکو اسرائيلي عسکرو والدينو پر نتانياهو نيوکه کړې او په يوه پرانيستي ليک کې يې ويلي؛ موږ اجازه نه درکوو، چې اولادونه مو د توپ د خوراک په توګه قرباني کړئ.دا پرانيستي ليک چې د اسرائيلي عسکرو ۸۰۰ والدينو نتانياهو ته ليکلي و، د تېرې پنجشنبه په ورځ خپور شو.

مربوطه مطالب

Back to top button