ترکیه کې اورلګېدنه؛ د مړو شویو کسانو شمېر ۷۰ تنو ته ورسېد

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ سلواغه، ۱۴۰۳ل)

انادولو خبري اژانس د ترکیې د کورنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې د دغه هېواد په شمال‌لوېدیځ کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۷۰ کسانو ته او د ټپیانو شمېر ۵۵ کسانو ته لوړ شوی دی.

په ورته‌ مهال د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن چهارشنبه (د سلواغې ۳مه) د ملي ماتم اعلان کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د دې اورلګېدنې لامل تر اوسه نه‌ دی معلوم او پلټنې لا هم روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button