د کورنیو چارو د وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي د متحده عربي اماراتو د دولت له رئیس سره کتلي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۳ل)

‏د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر محترم الحاج خلیفه سراج الدین حقاني او د استخباراتو لوی رئیس محترم ملا عبدالحق وثیق، عربي متحده ایالاتو ته سفر وکړ.

په دغه سفر کې یې د عربي متحده ایالاتو له رئیس الدولة (ولسمشر) محمد بن زاید آل نهیان سره ولیدل.

‏چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د علاقې وړ مسائل، سمییز ثبات، دافغانستان اقتصادي پیاوړتیا او ځینې نور مهم موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول.

دغه سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي هم دیو هیئت په مشرۍ هغه هېواد ته سفر درلود.

‏او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او اقتصادي همکارۍ تر بحث لاندې نیول شوي و.

مربوطه مطالب

Back to top button