کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې؛ صهیونست پوځ له نتساریم سیمې څخه بشپړ شاتګ کړی.
د حماس اسلامي غورځنګ دغه شاتګ د اسرائیلي ځواکونو د اهدافو په ناکامۍ تعبیر کړی او ویلي یې دي، چې له نتساریم څخه د صهیونست ځواکونو وتل د دوی د مقاومت او د فلسطیني ولس د صبر او زغم پایله ده.
نتساریم سیمه د غزې تړانګې په منځ کې موقعیت لري او د شمالي او جنوبي غزې ترمنځ د اړیکو لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.