کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
حماس اسلامي غورځنګ د صهیونیستي ترهګر ريژیم لومړی وزیر نتنیاهو د اوربند په ماتولو تورن کړی دی.
د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړي او ویاند “باسم نعیم” د ایران پلازمینه تهران کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې نتنیاهو د اوربند ماتولو هڅې کوي.
نوموړي د امریکا ولسمشر ټرمپ هم تورن کړی، چې نتنیاهو ته یې د جګړې د بیا پیلولو سپارښتنه کړې ده.
د ویلو ده، چې د حماس اسلامي غورځنګ دغه لوړ پوړی چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اشغالګر ريژیم او حماس غورځنګ ترمنځ د اوربند د غځیدلو د دویم پړاو په اړه خبرې اترې روانې دي؛ خو له مذاکراتو یوې باخبره سرچینې العربیه ته ویلي، چې خبرې ستونزو سره مخ دي.