کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د حماس اسلامي غورځنګ د ساسي څانګې د چارسمبالي مشر “خلیل الحیه” په مشرۍ د حماس یو لوړ رتبه پلاوی قاهرې ته رسېدلی دی.
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر ویاند رسنیو ته منلی، چې یاد پلاوی یې د اوربند د هوکړې د پلي کېدو د څارنې لپاره قاهرې ته تللی دی.
د یادونې وړ ده، چې د حماس غورځنګ د مشر په مشرۍ دغه پلاوی داسې مهال مصر ته ځي، چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی، که د راتلونکي یکشنبې تر ورځې ټول اسرائیلي بندیان خوشې نه شي نو د اوربند هوکړه به ماته او یا وځنډوي.















