کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
دونالد ټرمپ له اوکراین څخه غوښتي چې له دغه هېواد سره د کړو مرستو په بدل کې د ۵۰۰ میلیاردو معدني توکي امریکې ته وسپاري.
پانګوالي اقتصاد هیوادونه کله هم له هیچا سره د مطلق انډيوالۍ او یا په اصطلاح د خدای لپاره مرسته نه کوي ، بلکې هر کار د خپلو سیاسي او په سلهاوو چنده اقتصادي ګټو او مضاعف استثمار لپاره کوي او دادي اوکراین ته يې هم په برالا الفاظو کې وویل چې خام اقتصادي توکي راکړئ چې د مخکنیو پوځي مرستو تعویض او راتلونکو نغدي او لوژيستيکي مرستو لپاره هم یو مخکې له مخکې یو تضمین شي او په دې توګه به اوکراین په پورونو کې داسې ډوب کړي چې کلونه کلونه به يې خلاص نه کړای شي او یا خو به د دغو پورونو په بدل کې د غرب داسې شرایطو منلو ته تسليمېږي چې تر جګړې به هم سخت وي .















