کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې؛ د سوریې د جمهوري دولت نوي ولسمشر احمد الشرع د روسیې له ولسمشر پوتین سره د ټیلیفوني خبرو اترو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا ژمنه کړې ده.
دواړو لوریو د اقتصادي، سوداګریزو او تعلیمي همکاریو پراختیا او د شته ننګونو په حل کې د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار کړی دی.















