حماس: پاتې بندیان خوشي کوو د اوربند هوکړه به دوام وکړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۶ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
د فلسطین حماس اسلامي غورځنګ تائید کړه چې دغه ډله به له پلان سره سم د اسرائیلو پاتې بندیان خوشي کړي او دغه راز د اوربند موافقه به دوام وکړي.
حماس غورځنګ ویلي چې زمونږ یوه پلاوي د مصر په پلازمینې قاهرې کې د قطر او د مصر له مینځګړو سره خبرې وکړې چې د اوربند په شرطونو په تیره بیا زمونږ د خلکو لپاره د کورونو د برابرولو او دغه راز په سمدستي ډول د جوړو شویو کورونو ، تمبوانو، درنو تجهیزاتو ، درملو ، سونګو او د نورو شیانو غزې تړانګې ته د رسولو په هکله متمرکزې وې کوم چې د اوربند په موافقې کښې لیکل شوي دي.
حماس غورځنګ ویلي د مصر او د قطر له مینځګړو سره زمونږ د پلاوي خبرې په مثبت ډول شوي او د مصر او مینځګړو وروڼو تائید کړه چې دوې به دغه ټول شیان تعقیب کړي چې خنډونه ختم کړي .
دغه راز حماس غورځنګ خپل دغه دریځ تائید کړ چې دوې به د اوربند موافقه چې لاسلیک کړي يې ده اجرا کړي او له مهال ویش سره سم به د بندیانو د تبادلې کار اجرا کړي.



