د فلسطین د آزادۍ غورځنګ: د خاورې د دفاع معامله کې د حماس ملاتړ کوو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ سلواغه، ۱۴۰۳ل)

د ولسمشر محمود عباس په مشرۍ د فلسطین د آزادۍ دیموکراتیک غورځنګ ویلي، چې د اقصی، غزې او نورې فلسطیني خاورې د دفاع په معامله کې د حماس او نورو فلسطیني مقاومتي ډلو ملاتړ کوي.

د “الفتح” ګوند یو غړي رویټرز خبري آژانس ته ویلي که څه هم د حماس او الفتح ترمنځ ژور سیاسي اختلافات شتون لري؛ خو په اوسنیو حساسو شرایطو کې بریا په یو والي کې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټرمپ لخوا د غزې د نیولو او د غزوالو د اجباري شړلو پرلپسې ګواښونو فلسطیني ډلې پر یوه ګډ میکانیزم کار کولو ته اړ کړي دي.

د کتوونکو په باور محمود عباس خپل راتلونکی په تیاره کې ویني او د الفتح ګوند ډیری ځوان غړي د حماس اسلامي غورځنګ له سیاستونو ملاتړ کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button