فراه کې د ۲۰۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د مرمر کان استخراج پیل شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۵ل)
د فراه ولایت د مرکز اړوند د خرمالق سیمې په ګرمآب کلي کې د شاوخوا ۲۰۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د مرمر ډبرو د یوه کان د استخراج چارې پیل شوې دي. د فراه د کانونو او پټرولیم امر عبدالستار مسلم وايي، دغه کان پر ۲۰ هکټاره ځمکه موقعیت لري او د پنځو کلونو لپاره به ترې مرمر استخراجېږي.
د فراه ولایت مقام د معلوماتو له مخې، په لومړي پړاو کې به له دغه کان څخه شاوخوا ۵۰ زره ټنه مرمر استخراج شي، چې په دویم پړاو کې به دغه کچه ۸۰ زره ټنو او په راتلونکو کلونو کې به ۱۰۰ زره ټنو ته ورسېږي.
مسوولین وايي، د دغه کان د استخراج چارې به د مرمر ډبرو د تولید ترڅنګ لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.



