د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د اوو ماده‌ییزې طرحې ردول به د امریکا تېروتنه وي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ تله، ۱۴۰۵ل)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، د ایران له لوري د شوې اووه ماده‌ییزې طرحې وړاندیز «ډېر معقول» دی او که امریکا یې بې له دلیله رد کړي، مسؤلیت به یې د واشنګټن پر غاړه وي.

نوموړي ویلي، د ایران اساسي غوښتنې د کنګل شویو شتمنیو او مالي سرچینو ازادول او د دغه هېواد د تېلو د پلور اجازه ده.

عراقچي زیاته کړې، جګړه اته میاشتې وړاندې د دې تمې پر بنسټ پیل شوې وه چې په دوو یا درېیو ورځو کې به پای ته ورسېږي، خو اوس اته میاشتې تېرې شوې او ایران غواړي جګړه پای ته ورسېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې تهران هم د هر ډول نوي برید پر وړاندې د جګړې لپاره بشپړ چمتووالی لري او هم د ډیپلوماسۍ لپاره چمتو دی.

مربوطه مطالب

Back to top button