امریکا زېلېنسکي ته: نیوکې مه کوه ژبه دې نرمه کړه

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ کب، ۱۴۰۳ل)

‏د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي دې خپله ژبه نرمه کړي او پر امریکا دې نیوکې نه‌کوي.

والټز همداراز د روسیې او امریکا د خبرو په اړه ویلي چې اوکراین او اروپايي ملګري به یې، د خبرو راتلونکي پړاو کې ګډون ولري.

نوموړي له اوکراین دا هم غوښتي چې د دغه هېواد د کمیابه کانونو د هوکړې لاسلیک په اړه خپله کره ارزونه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button