له هېواده بهر افغان پانګوالو سره د ملا برادر ليدنه؛ هر پانګوال افغانستان کې له لس تر سل میلیون ډالرو پانګونې ته چمتووالی ښودلی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۵ حوت، ۱۴۰۳ل)
د ا.ا.ا د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر په ازبیکستان کې له مېشت افغان پانګوالو او سوداګرو سره په تاشکند کې د افغانستان په سفارت کې ليدنه کړې ده.
ملابرادر پانګوالو سره د ليدنې پر مهال ويلي، چې د پانګونې او سوداګرۍ سیستم له فساد او بېروکراسۍ پاک شوی او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د انرژۍ، کانونو، کرنې، ترانسپورټ، زېربنا، مخابراتو، ټکنالوژۍ او روغتیا تر څنګ په ګڼو نورو سکټورونو کې پانګونه د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره اړینه وبلله. هغه زیاته کړه، افغان پانګوال باید په دې برخو کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي:« تاسې زموږ د هېواد د اقتصادي پرمختګ ستنې یاست. ستاسې پانګونه، تجربې او وړاندیزونه زموږ لپاره ارزښت لري. ستاسې پانګونه او سوداګریز فعالیتونه ټول افغانستان ته اقتصادي ګټه رسوي. موږ غواړو تاسې ته د پانګونې نور فرصتونه هم برابر کړو، ترڅو د صنعتي تولید، کرنې، ترانزیټ او نورو اقتصادي سکټورونو د ودې لپاره خپلې تجربې او پانګې وکاروئ. اسلامي امارت د خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دی. په همدې موخه یې د سوداګرۍ او پانګونې پروسې اسانه کړې، د مالیاتو سیستم منظم شوی، د سوداګرو او پانګوالو ټولو حقوقو ته پوره ژمن دی.»
په ازبیکستان کې مېشت افغان پانګوالو او سوداګر د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا ملاتړ وکړ او هر پانګوال له لسو څخه تر سل میلیون ډالرو پورې په افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی وښود.



