پر غزه د صهيونيستي اشغالګرو بريدونو کې ۴۰۰ فلسطينيان شهیدان شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ کب، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې د صهیونیستي ترهګر ريژیم‏ جنګي الوتکو نن سه شنبه په ځایي وخت سهار ۳ بجې پر غزې تړانګه خونړي بریدونو کړي، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰۰ کسان شهیدان او سلګونه نور ژوبل شوي دي.

حماس اسلامي غورځنګ ته نږدې سرچینو منلی، چې په یادو وحشیانه بریدونو کې د دوی څلور مهم مشران هم شهیدان شوي دي چې یو یې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړی او نور یې غزه کې امنیتي چارواکي وو.

د ویلو ده، چې یادو بریدونو کې د اسلامي جهاد ډلې د پوځي څانګې قدس لېوا “سرایة القدس” ویاند ناجي ابو سیف “ابو حمزه” او د کورنۍ غړي یې هم شهیدان شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت پر غزې تړانګه د اسرائیلي اشغالګر رژیم وروستي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې دغه وحشیانه عمل نه یوازې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف دی، بلکې د انسانیت له اساسي ارزښتونو سره هم ښکاره تضاد لري.

یمني حکومت هم غزه کې روانو بریدونو ته په غبرګون کې ژمنه کړې، چې د فلسطین وګړي به د صهیونېستانو وحشت ته یوازې نه پریږدي، بلکې دوی به یې د مقابلې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button