اسلامي امارت: د فلسطين قضيه د اسلامي امت موضوع ده؛ ذيدخله هېوادونه دې د اشغال د پای ته رسولو لپاره اقدامات وکړي

کابل تکی کام (سه شنبه، ۲۸ کب، ۱۴۰۳ل)
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر غزې تړانګه د اسراییلي اشغالګر رژیم د بریدونو بیاپیل، چې په ترڅ کې یې تر دې دمه تر ۳۰۰ زیات بې گناه فلسطینیان، چې ډېری یې مېرمنې او ماشومان دي، شهیدان او ټپیان شوي، په کلکو ټکو غندلي دي.
د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه د صهیونیستي يرغلګرو دغه وحشيانه عمل نه يواځې د بشري حقونو او نړيوالو قوانينو خلاف بللی زياتوي د اسرائيلي يرغلګرو دغه کړنه د انسانیت له اساسي ارزښتونو سره هم ښکاره په ټکر کې ده.
اسلامي امارت په ذيدخله هېوادونو غږ کړی چې فلسطينيانو سره د اشغال پای ته رسولو کې مرسته وکړي زياتوي:«اسلامي امارت يو ځل بيا پر ذيدخله په ځانګړي ډول مؤثرو هېوادونو غږ کوي چې د فلسطين له مظلوم ولس څخه خپل کلک ملاتړ څرګند کړي او د اشغال د پای ته رسولو لپاره عملي او جدي اقدامات ترسره کړي».
د افغانستان اسلامي امارت د فلسطين قضيه د اسلامي امت يوه اساسي او ګډه موضوع بللې او د فلسطينيانو حقه مبارزه او مشروع مقاومت يو ثابت حق ګڼي او د هغوی د روان مقاومت ملاتړ يې کړی دی.
د اسراییلو د نن ورځې تر بمبار وروسته چې تر درې سوه زيات ښځې، ماشومان او ځوانان پکې شهيدان شول، په غزه کې د حماس اسلامي غورځنګ په يوه اعلاميه کې د اسلامي امت پر مسلمانانو غږ کړی او د اسرائيلو پرضد يې جګړې، مظاهرو او د هغوی پر وړاندې مقاومت ته وربللي دي:«موږ د خپل ملت او د مقاومت غړو ته بلنه ورکوو چې په لویدیځه غاړه راپورته شي، ترڅو د غزې پر ضد د نسلوژنې جګړې د بیا پیل په ځواب کې راپورته شي او ملاتړ وکړي».



