کابل: د یو میلیارد او ۲۸۵ میلیونو افغانیو په لګښت د ترانسپورټي ترمینل د جوړېدو پرانيسته وشوه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳ وری، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې نن په ۹۰۰ جریبه ځمکه کې د یو میلیارد او ۲۸۵ میلیونو افغانیو په لګښت د يوه ترمينل د جوړيدو پرانيسته وشوه.
په دې پرانيست غونډه کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، د ترانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده او نورو مسولينو برخه اخيستې وه.
په پرانيست غونډه کې د وينا پر مهال ملا برادر د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل جوړول مهم وبلل او زياته ېې کړه:«په ترانسپورټي او مواصلاتي زېربناوو کې پانګونه، د غصب شویو عامه ملکیتونو بېرته استرداد، د سړکونو او لارو د اصلي حریم تشخیصول او رغول د افغانستان اسلامي امارت یو له اساسي او مهمو ملي موخو څخه ګڼل کېږي».
د کابل ولایت د ارغندۍ ترانسپورټي ترمینل په شاوخوا ۹۰۰ جریبه ځمکه کې د یو میلیارد او ۲۸۵ میلیونو افغانیو په لګښت جوړېږي، چې چارې به یې د خصوصي سکټور له لوري په دوو کلونو کې بشپړې شي.



