د افغانستان او امریکا ترمنځ د تعاملاتو نوی پړاو

ليکوال: عاطف مشعل

(پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر)

د دوحې تړون له لاسلیک وروسته، دا لومړی ځل دی چې افغانستان او د امریکا متحده ایالات د ښکاره دیپلوماتیک حضور له لارې مستقیم تعامل ته داخلیږي. د تېرې اونۍ پرمهال کابل ته د امریکایي پلاوي سفر او د امریکایي بندي د خلاصون په اړه د دواړو خواوو توافق، د دې تعامل د ښکاره کېدوڅرګندونه کوي. دا موفقه مذاکرات او عملی تعامل، د هغو اوږدمهاله، د پردېشاته مذاکراتو ثمره ده چې د دواړو لورو ترمنځ یې جریان درلود.

ددې پرمختګونو تر ټولو مهمه نښه دا وه چې د امریکا لخوا د کورنیو چارو د وزیر او د اسلامی امارت د اساسي مشرانو له جملې د خلیفه سراج الدین حقاني پر سر ایښودل شوې جایزه لرې شوه. دا اقدام یو لوی سیاسي پیغام لري. دا ښيي چې که څه هم د دوحې تړون پر مهال د ځینو طالب مشرانود تعقیب موضوع د بحث له اساسي موضوعاتو څخه یوه موضوع وه، خو هغه مذاکرات بې نتیجې پاتې شول. مګر اوس افغانستان وتوانېد چې د امریکامتحده ایالاتو سره د دې مسایلو پر سر یوې موافقې ته ورسېږي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ دغه تعامل نه یوازې دوه اړخیز ارزښت لري، بلکې پراخ نړیوال او سیمه‌ییز اهمیت هم لري.

لومړی، دا پرمختګ غربي نړۍ ته یو پیغام ورکوي چې د افغانستان د منزوي کولو سیاست ناکام شوی. اوس د فشار او یو اړخیزو دریځونو وخت پای ته رسېدلی. د نړۍ هېوادونه باید د تعامل، تفاهم او مذاکراتو له لارې د ستونزوحل ته لاره ومومي.

دویم، دا تعامل د سیمې هېوادونو ته هم یو درس دی. دا ښيي چې غرب، له افغانستان څخه د جغرافیوي واټن سره سره، د تعامل فرصت نه ضایع کوي، مګر د سیمې ځینې هېوادونه لا هم له دې فرصت څخه ګټه نه پورته کوي. داهېوادونه، چې باید د اسلامي امارت سره یې د متقابلې همکارۍ لپاره ګامونه پورته کړي وای، تر اوسه محتاطانه چلند کوي.

نړیوالو حالاتو ته په کتواوس ددې وخت را رسیدلای چې د سیمې قدرتمندهیوادونه، له افغانستان سره د تعامل په برخه کې با جراته ګامونه پورته کړي او له اوسني مضر احتیاط لاس واخلي. داسې ښکاري چې د افغانستان حکومت د افغانستان عیني واقعیتونه او نړیوال وضعیت درک کړی دی او د تعامل لپاره یې لازمه زمینه سازي کړې ده.

ګاونډیو هیوادونو ته هم دا یو ښکاره پیغام دی چې په داسې حال کې چې د نړۍ ځواکمن هیوادونه له افغانستان سره د برخورد په برخه کې، د زور او جبر له سیاست نه تیریږي او د تعامل لاره خپلوي، همسایه ګانو ته هم پکار ده چې هغه سیاست او رفتار چې اوس مهال تر لاس لاندې نیول شوی؛ چې د زور او یو طرفه دیکتې او فشار سیاست دی،  هغه سیاست نور کار نه ورکوي.  په داسې حال کې چې غټ قدرتونه چې اقتصادي، امنیتی اوسیاسی ثبات یې هم ټینګ او مستحکم دی که هغوی د افغانستان په مورد تجدید نظر کړی وي، نو د داسې ملکونو چې اقتصاد، امنیت او داخلی سیاست یې د بې ثباتۍ له جدي ګواښونو سره مخامخ دی؛ د زور او فشار له لارې مخکی تګ یو معقول او کامیاب سیاست نه دی.  له افغانستان سره د متقابل احترام پر اساس د روابطو د جوړولو لپاره مثبت تعامل او دپلوماتیکې هڅې پکار دي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د دیپلوماتیک تعامل نوی پړاو د دواړو هېوادونولپاره یو مثبت پرمختګ دی. دا تعامل د افغانستان  د بهرني سیاست د کامیابۍ او پر نړیواله کچه د یوه مشروع دیپلوماتیک شریک په توګه د مطرح کېدو څرګندونه کوي.

دا پرمختګ غربي نړۍ ته یو واضح پیغام ورکوي چې د افغانستان د منزوي کولو پر ځای، باید د تعامل سیاست غوره کړي. همداراز، دا تعامل د سیمې هېوادونو ته هم یو فرصت برابروي چې له افغانستان سره د تعامل له لارې، د متقابلو ګټو پر اساس، د همکارۍ نوې لارې پرانیزي.

مربوطه مطالب

Back to top button